له شاوخوا ۲۰ کالو راهیسې ، فرانسه له افغانستان سره د همکارۍ په چوکاټ کې او د ظرفیتونو د لوړولو په موخه د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د بورسونو معتبر برنامې وړاندیز کوي.
د فرانسې ۲۰۲۱/۲۰۲۲ لپاره د بورسونو کمپاین پیل سره سم، یوه آنلاین غونډه به د زوم له لارې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۱۱مه نیټه، د کابل په وخت ۱۱:۰۰ بجو ترسره کیږي.
پدې آنلاین غونډه کې د ګډون لپاره تاسو کولی شئ لاندې بریښنالیک سره د ۲۰۲۰ کال تر اکتوبر ۱۰ مه نیټې د ماښام ۰۷:۰۰ بجو پورې په اړیکه شئ.
bourses.francaises@gmail.com