هر چیرې چې یاست، په افغانستان کې د فرانسې انسټیټیوت(IFA) سره فرانسوي ژبه زده کړئ !
ایا تاسو غواړئ چې په هوساینې سره زده کړه وکړئ؟ ایا تاسو غواړئ په کور کې فرانسوي زده کړئ؟ نو په افغانستان کې د فرانسې انسټیټیوټ سره چې په هیواد کې د ژبو غوره مرکز، تجربه لرونکي ښوونکي ، د تدریس اغیزمن میتودونه او د مدرن ښوونې مواد لري، په اړیکه شئ. آنلاین کورسونه د افغانستان ټولو ولایتونو کې د ټولو لیوالیانو لپاره دي.
د نوم لیکنې کړنلاره
په دغو کورسونو کې د نوم لیکنې لپاره، تاسو څخه غوښتنه کیږی ترڅو د نوم لیکنې فورمه چې د IFA پاڼې ځخه ترلاسه کولای شئ ډکه او مونږ ته د بریښنالیک له لارې واستوئ.
تاسو کولی شئ چې نوم لیکنې فیس IFA ته راشئ ورکړئ او یا د بانک له لارې تادیه کړئ. ستاسو د نوم لیکنئ بشپړ شوي فورم ترلاسه کولو وروسته ، موږ به تاسو ته زموږ د بانک معلومات درکړو. په یاد ولرئ چې د بانک لیږد فیس د پیرودونکي لخوا تادیه کیږي. د پوښتنې درلودو په صورت کې مهرباني وکړئ زموږ سره د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ.
د صنفونو د مسولې بریښنالیک responsable.scolarite@institutfrancais-afghanistan.com
پدې صنفونو کې د ګډون لپاره ، تاسو یو کمپیوټر یا ګرځنده تلیفون ته چې په نسبتا قوي انټرنیټ ولری، اړتیا لرئ. د دې ساده وسیلو سره تاسو به یوه ژبه زده کړئ چې نړۍ ته به مو لارې خلاصې کړي.
د نوم لیکنی د پیل نیټه: د 1399 د لنډی میاشتی 15 مه نیټه
د نوم لیکنې فورمه دلته دانلود کړئ