د فرانسوي ژبې ټولو مینه والو ته !
په افغانستان کې د فرانسې انسټیټیوټ د فرانسوي ژبې په انلاین او حضوری ډول کورسونه وړاندې کوي.
نوم لیکنه :
- کو غواړئ چې فرانسوي ژبه په یو فرهنګی چاپریال کې او د تجربه لرونکي ښوونکوسره زده کړئ نو تاسو کولی شئ چې په آنلاین ټوګه د فرانسې انستیتوت ویب پاڼې څخه د نوم لیکنې فورم ډاونلوډ او ډک کړئ او بیا یې د کورس مدیریت بریښنالیک ته واستوئ. د فیس تادیه په ایفا کې د شخص په شتون او یا هم د بانکي حساب له لاری ترسره کیږي.
د کرونا ویروس د مخنیو په موخه ، یوازې هغه څوک چې ماسک ولري ایفا ته د ننوتلو اجازه ورکول کیږي. د یادونې وړ ده چې د مراجعه کونکو د بدن تودوخې ترمامیتر سره اندازه کیږي او باید د ایفا وداني ته د ننوتلو دمخه خپل لاسونه ومینځي.
بریښنالیک : responsable.scolarite@institutfrancais-afghanistan.com
د واټس اپ شمیره : 0093729255591
۲. که تاسو انټرنیټ ته لاسرسی نلرئ ، تاسو کولی شئ ایفا ته راشئ او فورمه ډکه او راجسټر کړئ.
د نوم لیکنې فیس:
د سمستر مهالویش:
- د کتابتون چاپیریال کې تعلیمي – کلتوري فعالیتونه
- د فرانسوي ژبې آموزشي ویډیوګانې ګتل
- د لوبو په کارولو سره روزنه
- د فرانسوي آنلاین کتابتون ته لاسرسی (culturethèque)
- د یوه تعلیمي مشاور په همکارۍ ,فرانسوي کتابونه مطالعه کول
- د دِلف و دَلف آزموینو سره بلدتیا د نمونوی ازموینې په واسطه
- د هر سمستر په پای کې ازموینه
د نوم لیکنې فورمه دلته دانلود کړئ
نوټ : په فرانسه کې د ماسټري په کچه په طبیعي علومو کې زده کړې لپاره زده کونکي باید B2 ولري، او په ټولنیزو او بشري علومو کې د ماسټری په کچه زده کړې لپاره اړینه ده چې دلف C1 ډیپلوم ولرئ.